د ملي امنیت لوی ریاست هلمند ولایت کې د ځانګړو ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ریاست نه نن دوشنبې د غوایي ۳۰ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند سیمو کې د طالبانو پر پټنځایونو عملیات کړي.
سرچینه زیاتوی، چې دغه عملیات د طالبانو د قوماندان مولوي اسد په مرکزونو شوي، چې په کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په خبرپانه کې ویل شوي، د عملیاتو پر مهال د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره و، او د طالبانو دوه پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
ملي امنیت وايي، د مولوي اسد په مرکزونو کې ځانمرګي موټر بم او دغه راز ماینونه جوړېدل، او په عملیاتو کې د هغوی یوه اندازه سولې هم د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل