هلمند کې د طالبانو پر پټنځایونو برید کې ۱۹ تنه وژل شوي دي

30 ثور 1398 ساعت 9:23

د ملي امنیت لوی ریاست هلمند ولایت کې د ځانګړو ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د ملي امنیت لوی ریاست هلمند ولایت کې د ځانګړو ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ریاست نه نن دوشنبې د غوایي ۳۰ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند سیمو کې د طالبانو پر پټنځایونو عملیات کړي.

سرچینه زیاتوی، چې دغه عملیات د طالبانو د قوماندان مولوي اسد په مرکزونو شوي، چې په کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، د عملیاتو پر مهال د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره و، او د طالبانو دوه پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

ملي امنیت وايي، د مولوي اسد په مرکزونو کې ځانمرګي موټر بم او دغه راز ماینونه جوړېدل، او په عملیاتو کې د هغوی یوه اندازه سولې هم د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116570

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116570/

جمهور
  https://www.jomhornews.com