بلاول بوټو د عمران خان د تحریک انصاف ګوند پر ضد مخالف ګوندونه راټولوي

30 ثور 1398 ساعت 9:33

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د وژل شوې لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو زوی بلاول بوټو د پاکستان د حاکم ګوند تحریک انصاف پر ضد مخالف ګوندونه راټولوي.


د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د وژل شوې لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو زوی بلاول بوټو د پاکستان د حاکم ګوند تحریک انصاف پر ضد مخالف ګوندونه راټولوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بلاول بوټو وايي، د پاکستان اوسنۍ لومړی وزیرعمران خان دا وړتیا نه لري چې هېواد له بحرانه وباسي.

د پاکستان ډان ورځپانې په یوه راپور کې ویلي، نوموړي نورو ګوندونو ته بلنه ورکړې چې روژه ماتې ته سره را یوځای او د راتلونکې لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې تېر ماښام د بلاول په کور کې غونډه شوې ده خو بوټو ویلي چې د دوی دا ناسته کومه رسمي اجنډا نه لري، بلکې یوازې د مخالفو ګوندونو د مشرانو یوه عادي ناسته ده.

د پیپلز ګوند مطبوعاتي دفتر هم ورځپاڼې ته ویلي، چې دوی به په نږدې راتلونکې کې راټول شي او له اقتصادي بحرانه د پاکستان د وتلو لپاره به یوه طرحه جوړه کړي.

بلاول بوټو دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې پاکستان له سخت اقتصادي حالت سره مخ دی او همدا مهال د دغه هېواد د کلدارې ارزښت د ډالر پر وړاندې د تاریخ تر ټولو ټیټي کچې لوېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116571

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116571/

جمهور
  https://www.jomhornews.com