بلخ کې یو ودانیز شرکت د وسلو د پلور په تور کشف شوی

30 ثور 1398 ساعت 11:02

کورنیو چارو وازارت وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو بلخ ولایت کې یو ساختماني شرکت چې په پټه یې وسلې پلورلې او د وسلو کاروبار یې کاوه کشف او وسلې يي ترې ضبط کړې دي.


 کورنیو چارو وازارت وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو بلخ ولایت کې یو ساختماني شرکت چې په پټه یې وسلې پلورلې او د وسلو کاروبار یې کاوه کشف او وسلې يي ترې ضبط کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن دوشنبې د غوايي ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه شرکت د مزارشریف ښار د دویمې ناحیې په اړوند ګذر قوای کار سیمه کې موقعیت لري.

که څه هم کورنیو چارو وزارت د دې ساختماني شرکت نوم نه دی ښودلی خو وایي، په پټه یې سپکې او درنې وسلې پلورلې.

سرچینه زیاتوي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د دغه ودانیز شرکت تر کشف او پېژندلو وروسته پر عملیات کړي او ګڼ شمېر وسلې یې ترې ترلاسه او ضبظ کړې دي.

وزارت د وسلو شمېر نه دی ښودلی خو وايي، ماشیندارپیکا، کمري تفنګچې، د راکټ انداز ګولۍ، د کلاشینکوف سلګونه ډزه ګولۍ او یو شمېر نور جګړه ییز توکي په کې شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د دې شرکت څلور تنه هم نیول شوي، چې د پولیسو تر پلټنې لاندې دي.

دا لومړی ځل دی، چې یو ودانیز شرکت د وسلو د پېر او پلور کوي او د پولیسو له خوا کشف او وسلې یې نیول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116576

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116576/

جمهور
  https://www.jomhornews.com