د کابل سیند د مدیریت پروژې دویم پړاو پیلېږي

30 ثور 1398 ساعت 12:36

ولسمشر محمد اشرف غني اړونده ادارو ته امر کړی، چې د کابل سیند د مدیریت پروژې دویم پړاو پیل کړي او په دې برخه کې لا ډېره همغږي رامنځ ته کړي.


ولسمشر محمد اشرف غني اړونده ادارو ته امر کړی، چې د کابل سیند د مدیریت پروژې دویم پړاو پیل کړي او په دې برخه کې لا ډېره همغږي رامنځ ته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، د ولسمشر غني په مشرۍ  د کابل سیند د مدیریت پروژې د کار د تعقیب غونډه نن سهار په ارګ کې جوړه شوه.

د ارګ خبرپانه زیاتوي، چې دغه غونده کې اوبو او انرژۍ، ترانسپورت، د ښار جوړولو او ځمکو وزارتونو، دکابل ښاروالۍ او د کابل ولایت مسوولینو د کابل سیند د مدیریت پروژې په اړه د خپلو کړنو راپورنه ولسمشر ته وړاندې کړل.

دوی ویلي، چې د کابل د سیند هایدرولوژي او توپوګرافي کار او د دغه سیند په مسیر کې د ۱۶ پلونو ډیزاین بشپړ شوی او دغه راز وروسیتو سېلاب ځپلو سره چې کورونه یې ویجاړ شوي همکاري دوام لري.

ولسمشر ټینګار کړی، چې د اړوندو ادارو ترمنځ د کابل سیند د مدیریت پروژې د تطبیق په برخه کې لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا ده او له هغوی څخه یې د منظمو او اونیزو راپورونو غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني د کابل سیند د مدیریت په خاطر د هغه د حریم تعین، تثبیت، تصفیه او د هغه د ساحې ډیزاین ارزښتناک وباله او وې ویل، د کابل سیند د پروژې مدیریت راتلونکو پړاوونو کې د پلانونو وضاحت ته اړتیا لرو.

نوموړي یادو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د کابل سیند د احیا او بیا رغاونې پلان له بشپړیدو وروسته د مطبوعاتي کنفرانس له لارې په هغه اړه له خلکو سره معلومات شریک کړي.

ولسمشر د کابل سیند پروژې مدیریت کې د دخیلو بنسټونو مسوولینو څخه وغوښتل چې د کابل سیند په سرچینو کې دې د بندونو جوړول په پام کې ونیسي او زیاته کړې یې ده، چې هر ارګان لپاره دې بودجه واضح شي او د پروژې دویم پړاو دې عاجل پیل شي.

هغه د دغې پروژې د ښې همغږۍ او مدیریت په خاطر د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د کابل سیند د مدیریت پروژې عمومي مدیریت پر غاړه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116583

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116583/

جمهور
  https://www.jomhornews.com