۰

افغانستان د سولې برخه کې د المان له وروستیو هڅو مننه کړې

سی شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۶
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د افغانستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي له لیدنې او هغو ټولو هڅو هرکلی کړي، چې المان یې د سولې لپاره کوي.
افغانستان د سولې برخه کې د المان له وروستیو هڅو مننه کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د افغانستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي له لیدنې او هغو ټولو هڅو هرکلی کړي، چې المان یې د سولې لپاره کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزیل درې ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.

د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، مارکس پوتزیل د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، دغه راز دواړو لورو پر سوله او د سولې په مذاکراتو کې د آلمان پر همکارۍ هم بحثونه کړي دي.

د شاهین په وینا آلمان ژمنه کړې چې د سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دي او افغان جګړه باید د خبرو له لارې حل شي.

آلمان همدا راز ویلي چې د سولې په تړاو به د قطر له دفتر سره خپلو تماسونو او اړیکو ته هم ادامه ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت د جرمني له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د افغان سولې په برخه کې یې تر سره کوي.

د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، جرمني ژمنه کړې چې د افغان سولې په برخه کې به همکاري کوي او له طالب استازو سره وروستۍ لیدنه یې هم له همدې مسئلې سره تړاو لري.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبره هند هم لېوالتیا لري چې د افغانستان د سولې په برخه کې تر خپلې وسې همکاري وکړي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د ګاونډیو او د افغانستان د متحدو هېوادونو په مرسته په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي