۰

جیم بولیون: افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو وېره شته ده

سی شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۹
د امریکا د پوځ یوه پخواني چارواکي جیم بولیون چې په افغانستان کې یې هم ماموریت تر سره کړی ویلي، دي په دغه هېواد کې د جګړې د اوږدېدو وېره شته.
جیم بولیون: افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو وېره شته ده
د امریکا د پوځ یوه پخواني چارواکي جیم بولیون چې په افغانستان کې یې هم ماموریت تر سره کړی ویلي، دي په دغه هېواد کې د جګړې د اوږدېدو وېره شته.

د جمهور خبري آژانس د دغه پخواني امریکايي چارواکو یادې څرګندونې فاکس نیوز ته په یوه لیکنه کې کړې او له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر وتلو یې هم اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي لیکلي، که د افغانستان د سولې خبرې ځنډول کېږي او یا په سمه توګه مخ ته نه وړل کېږي نو په دغه هېواد کې د جګړې د اوږدېدو وېره ډېرېږي.

بولیون له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه وايي، په دې کار کې بېړه نه پکار، امریکا باید له هر څه ځان ډاډه کړي او وروسته له طالبانو سره د سرتېرو د ایستلو پر سر هوکړې ته ورسېږي.

د هغه په وینا طالبان باید تیار کړل شي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او په دغه خبرو کې افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري، نو ځکه د سرتېرو په ایستلو کې بېړې ته اړتیا نشته ده.

دغه پخواني امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې افغان جګړه د مذاکراتو پر مټ د حل وړ ده، خو دغه مذاکرات باید خورا دقیق او په اغېزمنه توګه مخ ته یوړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بن لادن وژونکي امریکايي پوځي هم د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ غوښتونه کړې او ویلي یې دي، چې په بمونه او ګولۍ په افغانستان کې روانه جګړه یوازې اوږدولی شي او په کمولو کې یې ونډه نه شي اخیستی.

امریکا د سمندري ځانګړي ځواک پخواني غړي رابرټ جې. اونیل د افغان جګړې د حل یوازینۍ لار د سولې روان مذاکرات دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي