د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما وايي، د بخښنې د فرهنګ ودې فساد ته لار اواره کړې او فساد د سوکاله، ژوند پر مختګ او افغان سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما دغه څرګندونې په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې په خپل درییم راپور کې چې پرون دوشنبې د غوايي ۳۰ مه یې خپور کړی کړې دي.
یوناما په دې راپور کې ویلي د افغانستان ملي شورا د مجازاتو څخه د بخښنې د فرهنګ د ودې سبب شوې ده او د دغه موقتي مصونیت او د اساسي قانون له همدغه مادې د ملي شورا د دواړو مجلسونو استازو ګټه پورته کړې ده.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر په دې کابو اویا مخیزه راپور کې زیاته کړې، چې ملي شورا اکثره د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې د غړو د توقیف لپاره د لویې څارنوالۍ غوښتنه نه ده منلې.
په دې راپور کې ویل شوي«تېر مثالونه ښيي، چې د مصونیت د لرې کیدو په برخه کې د اجازې د ترلاسه کولو هیڅ یوه غوښتنه هم د یو مجلس له خوا نه ده ورکړل شوې. د عدلي او قضايي او د قانون پلي کوونکو مراجعو ته د حاضریدلو لپاره د ملي شورا د غړو د اړ کولو په برخه کې د ملي شورا د دواړو مجلسونو نه لیوالتیا د مجازاتو څخه د بخښنې فرهنګ رامنځ ته کړی دی.»
یوناما ټینګار کړی، چې د فساد ضد مبارزه کې د مصونیتونو له منځه وړلو لپاره د افغانستان د قوانینو د تعدیل اړتیا ته هم اشاره کړې او ویلي دي، چې دا مصونیتونه باید په محدود ډول تعبیر شي.
یادې ادارې په وروستیو کلونو کې فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د هڅو ستاینه کړې ده، خو وايي اوس هم په افغانستان کې فساد سره مبارزه یو جدي اړتیا ده.
د یونا مشر تدامچي یاماموتو ویلي، فساد د قانون حاکمیت کمزوری کوي، جنایتونو ته لا زمینه برابروي، د مجازاتو څخه د بخښنې فرهنګ پیاوړی کوي او دا کار د یوې خبیثې حلقې رامنځ ته کیدو سبب شوی دی.
نوموړي زیاته کړې،تر ټولو مهمه دا چې فساد حتی د سولې لری لید د ګواښ سره مخ کوي، په داسې حال کې، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د خبرو پر اساس هواری باید په صداقت او عدالت ولاړ وي.
باید و ویل شي، چې یوناما په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د یوې اوږدمهالې ستراتیژۍ د جوړیدو وړاندیز کړی چې د شوو اصلاحاتو ساتنه هم وکړی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل