۰

افغانانو ته د کای ایډي پیغور: کله به خپلو کې یووالی کوۍ!

سی شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۶
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي په خپل ټوېټر افغانانو ته د پیغور په ډول ویلي، چې کله به سره یو کېږي او یووالی به کوي.
افغانانو ته د کای ایډي پیغور: کله به خپلو کې یووالی کوۍ!
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي په خپل ټوېټر افغانانو ته د پیغور په ډول ویلي، چې کله به سره یو کېږي او یووالی به کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایډي لیکلي هره ورځ له افغانستان خواشینوونکي خبرونه اوري او هغه ورځ یې ارمان ده، چې افغانانو خپلو کې یووالی وکړي.

نوړي زیاته کړې«د سولې پر سر ناندرۍ دي، د تېرو او راتلونکو ټاکنو پر سر کشمکشونونه دي، په پارلمان کې ستونزې دي، د نوي رییس پر ګومارل کېدو خبره تر تاوتریخوالي رسېدلې، نو دې هر شي ته خواشینی یم.»

ښاغلي کای ایډي ویلي، د هغه وخت په ارمان دی چې افغانان پخپلو کې سره یو شي او ستونزې حل کړي.

کای ایډه داسې مهال افغانانو ته پيغور ورکوي چې له څو ورځو راهیسې په ولسي جرګه کې د رییس پر ټاکلو ناندرۍ روانې دي، چې ان خبره تر فزیکي شخړې او چاقو ایستلو پورې ورسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي