۰

چین غواړي د افغان د سولې په برخه کې رغنده رول ترسره کړي

سی شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۵
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې وايي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي او چمتو دی، چې په دې برخه کې رغنده رول تر سره کړي.
چین غواړي د افغان د سولې په برخه کې رغنده رول ترسره کړي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې وايي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي او چمتو دی، چې په دې برخه کې رغنده رول تر سره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وانګ یې چې تاجکستان ته په سفر تللی د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمن سره تر کتلو او خبرو وروسته یې دغه څرګندونې رسنیو ته کړې دي.

نوموړي له ښاغلي امام علي رحمن سره تر خبرو وروسته ویلي، چې چین او تاجکستان د افغانستان د سولې په برخه کې همکارۍ ته تیاري دي.

ښاغلي يي زیاته کړې، دې سره چې د سولې هڅې روانې او په افغانستان کې د جګړې پر سیاسي حل ټینګار کېږي، افغانان تر بل هر وخت سولې ته ډېر نږدې شوي دي.

دی وايي، هېواد یې د هغه سولې او مذاکراتو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي او دغه هېواد ته دایمي ثبات راولي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ټينګار کړی، چې هېواد یې په ټول توان هڅه کوي چې د افغانستان د سولې په برخه کې رغنده رول ترسره کړي.

ده تمه ښودلې، چې امریکا له طالبانو سره په روانو مذاکراتو کې بریالۍ شي او د سیمې هېوادونه په پوره یووالي د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ویلي، چین خورا هیله من دی چې په افغانستان کې د کلونو جګړه د روانو مذاکراتو پر مټ حل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي