کابل پولیسو څلور تنه غله او چپاولګر نیولي دي

31 ثور 1398 ساعت 11:48

کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل امنیه قوماندانۍ پولیسو څلور تنه غله چې چپاولګري او د موټرو پلېټونه یې غلا کول نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل امنیه قوماندانۍ پولیسو څلور تنه غله چې چپاولګري او د موټرو پلېټونه یې غلا کول نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دغه غله او چپاولګر پرون دوشنبې د غوايي ۳۰ مه د کابل ښار د یوولسمي ناحیې اړوند سیمو کې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د امنیه قوماندانۍ پولیسو لومړی درې تنه چې لارې یې نیولې او چپاولګري یې کوله نیولي دي او تر هغې وروسته یو کس د موټر د پلېټ شمېرې د غلا په تور ونیوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116613

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116613/

جمهور
  https://www.jomhornews.com