نیویارک ټایمز وايي، ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې، چې په افغانستان او عراق کې په جنګي جنایتونو تورن امریکايي سرتېري وبښي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼه زیاتوي، چې له همدې امله ټرمپ د خپل عدليې وزارت ته امر کړی چې ،افغانستان او عراق کې په جنګي جنايتونو د تورنو امريکايي عسکرو دوسيې ور وسپاري.
سرچینې زیاته کړې، ټرمپ پرېکړه کې، چې د دغه جنایتکارو سرتېرو دوسیې وتړي او خپل سرتېري وبښي.
باید و ویل شي، چې ټرمپ څه موده وړاندې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د جنګي جنایتونو د پلټونو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د پلټونکو مخنیوی کړی وو.
هغه امریکا ته د یادې محکمې د پلټونکو پر داخلېدو بندیز لګولی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل