بغلان کې ۵۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

31 ثور 1398 ساعت 14:49

ملي دفاع وزارت بغلان ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یو لړ پراخو عملیاتو کې د ۵۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت بغلان ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یو لړ پراخو عملیاتو کې د ۵۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د غوايي ۳۱ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې افغان ګډو ځواکونو دغه عملیات پرون تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي افغان ځواکونو د بغلان په کیله ګي سیمه کې چاڼیز عملیات کړی، چې په ترڅ کې یې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوی، چې په وژل شویو کسانو کې د ابوبکر په نوم د وسله والو طالبانو یو مرستیال ولسوال هم شامل دی او دغه راز ګڼ شمېر وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

دفاع وزارت د هلمند په نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې هم د عملیاتو پر مهال د ۸ طالبانو د وژل کېدو او یوه تن د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دغه راز دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو ۲۱ پټنځایونه، ۱۰ عرادې موټر سایکل او ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 116627

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116627/

جمهور
  https://www.jomhornews.com