۰

افغانستان کې ۲.۵ میلیونه میندې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي

سی شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۲
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیواله اداره یا یونیسف وایي، افغانستان کې ۲.۵ میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ تر کچې لاندې ژوند کوي.
افغانستان کې ۲.۵ میلیونه میندې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیواله اداره یا یونیسف وایي، افغانستان کې ۲.۵ میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ تر کچې لاندې ژوند کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یونسف نن سه شنبې د غوايي ۳۱ مه خپاره کړي راپور کې ویلي، ویلي چې یاد معلومات یې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د یوې سروې له‌مخې راټول کړي دي.

د دوی موندنې ښيي، چې په تېرو پنځو کلونو راهیسي، دوه میلیونه ماشومان او ۴۸۵ امیدواره او شیدې ورکوونکې میندې پوره غدايي موادو ته لاس رسي نه لري.

په راپور کې ویل شوي، دا مهال ۶۰۰ زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي چې ۹ برابره هغه یې ان د مرګ له خطر سره مخ دي.

یونیسف اندېښنه ښودلې چې د غذایي خوندیتوب نشتوالی به ماشومانو ته د ګڼو ناروغو پېښېدو ترڅنګ د ماشومانو پر ودې او ذهنیت منفي اغېز وکړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیواله اداره وايي، په ۲۰۱۹ کال کې به هم د تېر کال په څېر د وچکالي دوام پر غذايي خوندیتوب منفي اغېز ولري.

دغه ادارې زیاته کړې، که څه هم په ۲۰۱۹ کال کې به په افغانستان کې ۶.۳ میلیونه کسان لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري، خو د جګړو او وچکالۍ له امله د دې وېره شته چې دغه شمېره دوه برابره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي