روسیه:

د افغانستان په شمال کې ۵ زره وسله وال راټول شوي دي

31 ثور 1398 ساعت 15:17

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو رییس الکساندر بورتنیکوف ادعا کړې، چې د افغانستان په شمال کې د ګډو ګټو د خپلواکه هېوادو په پولو د ترهګرو ډلو کابو ۵ زره غړي راټول شوي دي.


د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو رییس الکساندر بورتنیکوف ادعا کړې، چې د افغانستان په شمال کې د ګډو ګټو د خپلواکه هېوادو په پولو د ترهګرو ډلو کابو ۵ زره غړي راټول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بورتنیکوف دغه څرګندونې نن سه شنبې د غوايي ۳۱ مه د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د امنیتي مشرانو په غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، د داعش د خراسان څانګې له وړاندې څخه دې سیمو ته نژدې ۵۰ زره غړي استولي دي او د دغو کسانو لویه برخه د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو هغه اتباع دي چې په سوریه کې جنګېدلي دي.

د هغه په وینا په دې سیمو کې د ترهګرو ځای پر ځای کېدا په منځنۍ اسیا کې کړکېچ پراخوي او  دوی په مکرر ډول د ګډو ګټو هېوادونو ته نفوذ کوي.

ده و ویل، چې دغه ترهګر په دې هېوادونو کې له منظمو جنایتکارو ډلو سره یوځای کېږي چې ورسره د پولې له هغې خوا د مخدرو موادو قاچاق، او همداراز د وسلو او غیرقانوني کډوالو راتګ ډېرېږي.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو رييس د منځنۍ اسیا له هطوادونو وغوښتل چې خپل سرحدي تاسیسات پیاوړي کړي، د مهاجرو د راتګ مخه ونیسي او د تروربیستي ډلو د ایډیالوژۍ پر ضد مبارزه تېزه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116631

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116631/

جمهور
  https://www.jomhornews.com