غزني کې د طالبانو یو مهم قوماندان وژل شوی

1 جوزا 1398 ساعت 8:53

کورنیو چارو وزارت وزارت وایي، غزني ولایت کې د طالبانو یو ځايي مهم قوماندان او د چریکي بریدونو مسوول وژل شوی دی.


کورنیو چارو وزارت وزارت وایي، غزني ولایت کې د طالبانو یو ځايي مهم قوماندان او د چریکي بریدونو مسوول وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د غبرګولي اوله پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه طالب قوماندان او پنځه نور وسله وال د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې وژل شوي.

سرچینه زیاتوی، چې د پولیسو په دې کمین کې قاري بشیر چې په قرباغ ولسوالۍ کې د طالبانو د چریکي بریدونو مسوول و له خپلو پنخو نورو وسله والو سره وژل شوی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، په دې کمین کې د طالبانو یو موټر او دوه میله وسله هم له‌منځه تللې ده.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116642

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116642/

جمهور
  https://www.jomhornews.com