ټي آر ټي:

دا د ټرمپ حق نه دی، چې پر جنګي جنایتونو تورن سرتېري وبښي

1 جوزا 1398 ساعت 9:50

ترکي رسنۍ ټي آر ټي په یوه مطلب کې د ټرمپ هغه پرېکړه غندلې، چې پر مټ به یې په افغانستان او عراق کې په جنګي جنایتونو تورن سرتېري بښل کېږي.


ترکي رسنۍ ټي آر ټي په یوه مطلب کې د ټرمپ هغه پرېکړه غندلې، چې پر مټ به یې په افغانستان او عراق کې په جنګي جنایتونو تورن سرتېري بښل کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون په یوه راپور کې ویلي و، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې، چې افغانستان او عراق کې په جنګي جنایتونو تورن کسان وبښي.

دغه ورځپاڼې ویلي و، ټرمپ د دغه سرتېرو د دوسیو د تړلو لپاره د امریکا عدليې وزارت ته امر کړی، چې د یادو سرتېرو دوسیې ورته وسپاري.

خو د ټرمپ دغه اقدام ترکي ټي آر ټي رسنۍ په یوه مطلب کې غندلی او وايي، ټرمپ ته نه ده په کار چې په جنګي جنایتونو تورن سرتېري وبښي.

د سرچینې په وینا ټرمپ ته دا کار ځکه نه دي پکار چې په تېره اتلس کلنه جګړه کې ګڼو امریکایي سرتېرو په افغانستان او عراق کې ستر جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

سرچینه کاږي چې د امریکایي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه ۱،۱۷ میلیونه قضیې ثبت شوې دي او دا هره یوه باید وڅېړل شي او مجرم امریکايي سرتېري دې خپله سزا و ویني.

ټي آر ټي په لیکل شوې مطلب کې راغلي، دا د امریکایي ولسمشر حق نه دی چې په بشري او جنګي جنایتونو تورن سرتېري وبښي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 116645

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116645/

جمهور
  https://www.jomhornews.com