نشنل انټرسټ نشریه په یوه مقاله کې وايي، امریکا په افغانستان کې په اصل کې له طالبانو سره نه، بلکې له پاکستان سره په جګړه وه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریې د دغه څرګندونو د دلیل په توګه لیکلي، چې په افغانستان کې د امریکا او پاکستان موخې هېڅ وخت سره یو شان نه وې.
ځکه د نشریې په بارو امریکا له ترهګرۍ سره مبارزه کوله او ترهګري یې ختموله خو پاکستان د ترهګرو په ملاتړ او روزنه بوخت و، هم یې پیسې تر لاسه کړې هم یې امریکایان و وژل.
سرچینې زیاته کړې، چې پاکستان له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه له امریکا سره دوه مخي کړې، او له لومړیو کلونو راهیسې یې بیا تر دې دمه د طالبانو ملاتړ او له افغان حکومت او امریکايي ځواکونو سره جګړه کوله.
نشنل انټرسټ لیکي، د امریکايي ولسمشرانو د بې کفایتۍ له امله هم له پاکستان سره مالي مرسته کېده او هم له دغه هېواد غوښتل کېدل چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې مرسته وکړي، خو پاکستان دوه مخي کوله.
په مطلب کې وړاندې راځي چې پاکستان لا هم په سیمه کې د ترهګرو ملاتړی دی او امریکا ته په کار ده، چې په ټوله سیمه کې د امنیت او ثبات په موخه پر دغه هېواد فشارونه ډېر کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل