سمنګان:

پر روغتیايي کارکوونکې د ډلیز جنسي تېري په تور ۹ تنه نیول شوي

1 جوزا 1398 ساعت 10:17

سیمه ییز چاوراکي وایي، پولیسو سمنګان ولایت کې پر یوې روغتیايي کارکوونکې د ډلیز جنسي تېري په تور ۹ تنه نیولي دي.


سیمه ییز چاوراکي وایي، پولیسو سمنګان ولایت کې پر یوې روغتیايي کارکوونکې د ډلیز جنسي تېري په تور ۹ تنه نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه کې راغلي، چې تېره اوننۍ د سمنګان ولایت د رو دواب ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې یوې ډلې کسانو پر یوې روغتیايي کارکوونکې جنسي تېري کړی دی.

دغه روغتیايي کارکوونکې چې جنسي تېری پرې شوی، تېري کوونکي پېژندلي او پولیسو ته یې ښودلې دي.

بل خوا دا هم ویل کېږي چې یاد کسان پر دغه روغتیایي مرکز باندې د برید پر وخت پر وسلو سمبال وو او یو بل روغتیایي کارکوونکی یې سخت وهلی او ډبولی دی.

د سمنگان د پولیسو ویاند هاشم بیان ویلي، د نیول شویو کسانو څخه یې څلور تنه له ١٨ کلونو ټیټ عمر لري او نور یې د ٢٥ او ٣٠ کالو ترمنځ دي.

د هغه په وینا یاد کسان د دوو روغتیایي کارکوونکو د ادعا له مخې نیول شوي دي، دوسیه یې څارنوالۍ ته استول شوې او قضیه تر پلټنې لاندې ده.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 


د مطلب کود: 116649

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116649/

جمهور
  https://www.jomhornews.com