د روښنايي جنبش:

د ملي یووالي حکومت د کار دوام د قانون خلاف عمل دی

1 جوزا 1398 ساعت 12:14

د روښنايي جنبش شورا د ملي یووالي حکومت د کار دوام د قانون او ملي غوښتنو خلاف عمل او د یوه ستر بحران او ناورین خواته تللي بللي دي.


د روښنايي جنبش شورا د ملي یووالي حکومت د کار دوام د قانون او ملي غوښتنو خلاف عمل او د یوه ستر بحران او ناورین خواته تللي بللي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شورا نن چهارشنبې د غبرګولي یا جوزا اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې نن د ملي یووالي د حکومت کاري موده پای ته رسېدلې او حکومت یې د کړې توافق نامې په نه عملي کولو تورن کړی دی.

شورا د حکومت له خوا د ټاکنو په کمېسیون کې د لاسوهنو ادعا هم کړې او ویلي یې دي، چې په دې وضعیت کې د رڼو او عادلانه ټاکنو تمه نه شي کېدای او دا کېدای شي، هېواد کې یو بل ناورین وزېږي.

د دوی په وینا په پارلماني ټاکنو کې کمېسیونو وښوده، چې دوی د عمل خپلواکي نه لري او ارګ په خپل ټول توان سره د دوی په چارو کې لاسوهنه کوي، چې ښه بېلګه یې هم د لسو ولایتونو د وروستیو پایلو مهندسي کول دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې وضعیت کې په ټاکنو کې د حکومت نه دخالت د منلو نه دی او که چېرې د ټاکنو پایلې یو ځل بیا لانجمنې شي، نو په هغه صورت کې به هېڅوک او هېڅ بنسټ په افغانستان کې د سقوط او جګړې مخنیوی ونه کړی شي.

دغه شورا یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ملي یووالي حکومت کار همدا نن د جوازه اوله پای ته رسېدلې او له دې وروسته یې هېڅ ډول پرېکړې او ټول ملي او نړیوال توافقات د قانون خلاف او د یوه ناورین خوا ته تلل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ولسمشرۍ د ۱۲ نوماندانو شورا هم د جوزا لومړۍ نېټه د ملي یووالي د کار وروستۍ ورځ بللې او له دې وروسته یې حکومت غیر قانوني او غیر مشروع بللې.

د نوماندان شورا خو ان د سرپرست حکومت د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې، ځکه د دوی په وینا د دې حکومت په موجودیت کې د ولسمشرۍ رڼې او عادلانه ټاکنې تر سره کول امکان نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116652

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116652/

جمهور
  https://www.jomhornews.com