کابل کې د رییس عبید په مشرۍ د خطرناکو غلو یوه ډله نیول شوې

2 جوزا 1398 ساعت 9:33

ملي امنیت ریاست وايي، د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د وسله والو غلو یوه خطرناکه ډله د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیولې ده.


ملي امنیت ریاست وايي، د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د وسله والو غلو یوه خطرناکه ډله د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ریاست پرون چهارشنبې د غبرګولي اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د غلو دغه ډله د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند سیمې نیول شوې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي، د دغلو د دغه ډلې مشر او لارښود عبیدالله نومېږی، چې په رییس عبید او اقبال مشهور دی او له هغه سره یې ۷ تنه نور غله ملګري هم نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي دغه ډلې کابل ښار کې په قتل، لار شکوونې، او وسله والو غلو کې لاس درلود، چې باالاخره د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا په ځانګړو عملیاتو کې ونیول شول.

ملي امنیت وایي، نیول شویو کسانو به خپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې ۵۰ عرادې موټر یې د کابل ښار له اړوندو سیمو غلا کړي دي.

امنیت ټولو خلکو ته خبر ورکړی، چې که له دغه ډلې یې زیان لیدلي وي او د قتل، د توکو د غلا، وسایطو د غلا او یا هم د وسله والو غلاو ادعا پرې لري، له اسنادو او مدراکو سره دې یو ځای د ښار نېږدې د ملي امنیت حوزې ته مراجعه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116671

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116671/

جمهور
  https://www.jomhornews.com