امریکايي طالب جان واکر به نن له زندانه خوشی شي

2 جوزا 1398 ساعت 9:47

ټاکل شوې د جان واکر لینډ په نوم امریکايي چې له طالبانو سره د همکارۍ په جرم په ۲۰ کاله بند محکوم شوی و خوشي شي.


ټاکل شوې د جان واکر لینډ په نوم امریکايي چې له طالبانو سره د همکارۍ په جرم په ۲۰ کاله بند محکوم شوی و خوشي شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جان واکر د طالبانو د حکومت د نسکورېدو پر مهال افغانستان کې نیول شوی او امریکا ته لېږدول شوی وو.

نوموړی په ۲۰۰۲ میلادي کې کال کې د ترهګرۍ ضد یوې امریکایي محکمې له خوا پر ۲۰ کاله بند محکوم شو، چې اوس یې د بند ۱۷ کاله پوره شوي دي.

جان واکر لیند په امریکایي طالب مشهور دی، هغه په شل کلنۍ کې د طالبانو له نسکورېدو سره سم په ۲۰۰۰ کال کې له یمن څخه پاکستان او له هغه ځایه افغانستان ته ولاړ او د طالبانو سره یو ځای شو.

ده پوره ۱۷ کاله او څو میاشتې په زندان کې تېرې کړې او پرون یې محکمې د خوشي کېدو اعلان کړی او ټاکل شوې چې نن پنشنبې د میلادي مۍ میاشتې ۲۳ مه له زندانه خوشی شي.

باید و ویل شي، چې جان واکر لیند هغه مهال چې امریکا زده کړیال و له امسحیت څخه اسلام دین ته واوښت او په ۱۷ کلنۍ کې یمن ته ولاړ چې غربي ژبه زده کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116673

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116673/

جمهور
  https://www.jomhornews.com