قریشي: د افغان سولې برخه کې د اسانتیا برابرولو هڅه کوو

2 جوزا 1398 ساعت 9:54

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، دوی د افغان سولې په برخه کې د اسانتیا برابرولو هڅو ته دوام ورکوي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، دوی د افغان سولې په برخه کې د اسانتیا برابرولو هڅو ته دوام ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې د قرغېزستان پلازمېنه بشکیک کې د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه کې کړې دي.

نوموړي دغه غونډې ته چې پرون پای ته رسېدلي ویلي، د ټولې سیمې د ثبات او امنیت لپاره افغانستان کې سوله او امنیت اړین دی.

قریشي زیاته کړې، چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ کوي او مذاکراتو او خبرې د افغان شخړې د حل یوازینۍ لار بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ژمنه کړې، چې د افغان سولې لپاره د زمینې برابرولو هڅو ته به دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116675

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116675/

جمهور
  https://www.jomhornews.com