عطامحمد نور:

د ملي یووالي په نوم حکومت نور وجود نه لري/ د پرځولو لپاره به یې ستر ملي لاریونونه وشي

2 جوزا 1398 ساعت 10:44

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور وایي، د غبرګولي له لومړۍ وروسته د ملي یووالي حکومت په نوم حکومت وجود نه لري او د پرځولو لپاره به یې ستر لاریونونه وشي.


د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور وایي، د غبرګولي له لومړۍ وروسته د ملي یووالي حکومت په نوم حکومت وجود نه لري او د پرځولو لپاره به یې ستر لاریونونه وشي.

د جمهور آژانس خبر له مخې ښاغلي نور پرون شپه (چهارشنبې د غبرګولي اوله) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د جوزا لومړۍ نېته د مصلحتي او نیم بنده ملي یووالي حکومت د مشروعیت وروستۍ ورځ ده.

د هغه په وینا د اساسي قانون د ۶۱ مادې سره سم د حکومت پنځه کلنه موده پوره شوې او د جوزا له اولې یې هغه توافق هم مشروعیت له لاسه ورکړی، چې د دوه انتخاباتي ټیمونو تر منځ شوی وو.

ښاغلي نور د حکومت پر مشرانو غږ کړی، چې چارې سرپرست حکومت ته چې د ده په وینا د سیاسیون په یوه غونده کې ټاکل کېږي وسپاري.

دغه راز هغه پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی، چې هېڅ ډول پلمه د یوه بد بدعت او مصلحت پر اساس په میراث پرېنږدي، ځکه د حکومت نور دوام پر قانون او دیموکراسۍ ګزار دی.

د جمعیت ګوند اجرائیه مشر خبرداری ورکړی، چې که د حکومت مشران دغه کار ونه کړي، نو له اختر وروسته به لوی ملي حرکتونه او لاریونونه پیل شي.

نوموړي ټینګار کړی دغه حرکتونه او لاریونونه به ارګ ته نېږدې دولتي ادارې او وزارتونه وتړي او تر هغه به اعتراضونو ته دوام ورکړی، تر چې د ده په وینا دغه دیکتاتور او نامشروع حکومت راپرځول شوی نه وي.

عطامحمد نور وايي، هېڅ پلمه له قانون پورته کېدای نه شي، قانون د جواز پر اوله د اوسنی حکومت کاري موده پای ته رسېدلې اعلان کړې او دوام یې قانون او دیموکرسي تر پښو لاندې کول دي.

نوموړي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته خطاب کې ویلي، چې دغه ځواکونه د نظام نه په ملاتړ د مدني اعتراضونو پر وړاندې خپله بې طرفي وساتي او د حکومت پلوي ونه کړي.

هغه ټینګار کړی، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه باید په دې مدني حرکتونو کې مداخله ونه کړي، ځان له خلکو سره مخ نه کړي، ځکه په وینا یې سیاسي حرکتونه په ټولنه کې د قانون د ساتنې او پلي کېدو لپاره په لار اچول کېږي.

ښاغلي نور دا هم ویلي، چې د سرپرست حکومت رامنځ ته کول، چې د ولسمشرۍ د ۱۲ نوماندانو له خوا مطرح شوی د نظام د مشرعیت او ساتنې په مانا دی، او له دې پرته ښایي هېواد د کړکېچ خوا ته ولاړ شي.

نوموړي په دغه ویډیويي پیغام کې تېرو پارلماني ټاکنو او د ولسي جرګې اوسني کړکېچ ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې ټاکنې له فساده ډکې او د حکومت په فرمایش او د پیسو په زور کسان دغه جرګې ته لار کړې ده.

ده په پارلمان کې د رییس په څوکۍ څو ورځني جنجال ته په نغوتې زیاته کړې، چې د میر رحمان رحماني پر وړاندې مخالفت عقديي دی او لامل یې هم حکومت دی.

هغه د ولسي جرګې د رییس په توګه د میر رحمان رحماني په بریالي کېدو ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس: عبدالجلیل سروش
 
 


د مطلب کود: 116679

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116679/

جمهور
  https://www.jomhornews.com