کریم خلیلي:

د سولې لپاره نړیواله او سیمه ییزه همغږي اړینه ده

2 جوزا 1398 ساعت 12:58

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره نړیواله او سیمه ییزه همغږي اړینه ده.


د افغانستان د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره نړیواله او سیمه ییزه همغږي اړینه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خلیلي دغه څرګندونې بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د افغان سولې بهیر د ارزولو کنفرانس کې د وینا پر مهال کړې دي.

دا کنفرانس د اروپايي ټولنې د سولې د انستیتوت په نوښت جوړ شوی وو په کې د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې دیپلوماتانو د ګډون سربیره د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د سولې د عالي شورا یو شمیر چارواکو هم برخه اخیستې وه.

د افغانستان د سولې عالی شورا مشر په یاد کنفرانس کې ویلي،  نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول هغه هېوادونه، چې د افغانستان مسلو سره ښکیل دي، د سولې په برخه کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو لپاره دې ډېرې هڅې وکړي.

نوموړي ټینګار چې د سولې پروسه باید هراړخیز او د افغانستان د خلکو د هیلو ځواب ویوونکی اوسي او د ټولو غاړو رضایت خوندي او تضمین کړي.

ښاغلي خلیلي زیاته کړې سولې ته د رسېدو میکانیزم داسې باید په پام کې ونیول شي، چې دواړو خواو ته د منلو وړ پایلې له ځان سره ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې لپاره شبږ ځلې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې شوې، چې چارواکو په کې د پرمختګونو راپورونه ورکړي خو کومه موافقه تر اوسه نه ده شوې.

خو په دې وروستیو کې د د طالبانو د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د بهرنیو چارواکو ناستې پاستې زیاتې شوې او داسې برېښي، چې ځینو هېوادونو د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116681

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116681/

جمهور
  https://www.jomhornews.com