کورنیو چارو وزارت:

د داعش فعالیت زیات شوی خو ځپلو لپاره یې پلان هم نیول شوی

2 جوزا 1398 ساعت 13:53

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم تاییدوي، چې په دې وروستیو کې د داعش فعالیت زیات شوی خو وایي، د ځپلو لپاره یې امنیتي تدابیر تر لاسه لاندې نیول شوي دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم تاییدوي، چې په دې وروستیو کې د داعش فعالیت زیات شوی خو وایي، د ځپلو لپاره یې امنیتي تدابیر تر لاسه لاندې نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن پنشنبې د غبرګولي دوهمه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وکړې.

نوموړي و ویل، چې د داعش فعالیت زیات شوی او دغه ډله دا مهال په فاریاب، جوزجان، ننګرهار او کونړ ولایت کې فعال دي.

د هغه په وینا داعش یو ګواښ ګڼل کېږي خو د دغه ترهګرۍ ډلې سره د مبارزې لپاره افغان امنیتي او دفاعي ادارې جدي تدابیر تر لاس لاندې لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له هغې وروسته د داعش د فعالیت زیاتېدو پخلی کوي، چې څو ورځې وړاندې یوه لوړ پوړي روسي چارواکي هم د دغه ډلې د فعالیت د زیاتېدو خبرداری ورکړی وو.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو رییس الکساندر بورتنیکوف ادعا کړې، چې د افغانستان په شمال کې د ګډو ګټو د خپلواکه هېوادو په پولو د ترهګرو ډلو کابو ۵ زره غړي راټول شوي دي.

نوموړي ویلي، د داعش د خراسان څانګې له وړاندې څخه دې سیمو ته نژدې ۵۰ زره غړي استولي دي او د دغو کسانو لویه برخه د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو هغه اتباع دي چې په سوریه کې جنګېدلي دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم په افغان خاوره کې د داعش د فعالیت د زیاتېدو پخلی کړی وو.

جنرال مېلر سه شنبې د غوايي ۳۱ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د داعش د فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل داعش، افغانستان، سیمې او نړۍ ته یو خطرناک سازمان دی، چې باید له نېږدې وڅارل شي او وځپل شي.

د بهرنیو ځواکونو قوماندان وايي، القاعده شبکه هم د نړۍ لپاره خطرناکه ډله بللې او وايي، څه چې اوس مهال د داعش او القاعده لیدل کېږي، د دوی د تګلارې څرنګوالی او توانمندۍ ده، چې په راتلونکي کې څه پلان لري.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 


د مطلب کود: 116684

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116684/

جمهور
  https://www.jomhornews.com