افغان حکومت په پام کې لري، چې هېواد ته د بهرنیو تولیداتو د قاچاقي واردولو د مخنیوي پنځه مرکزونه جوړ او د قاچاق مخنیوی وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون چهارشنبې ماښام له افغان صنعتکارانو سره په لیدنه کې کړې ده.
په ارګ کې د روژه ماتې دغه میلمستیا د افغان صنعتکارانو د ستونزو د اوریدلو او د حل د لارو د موندلو په موخه جوړه شوې وه.
ولسمشر د صنعتکارانو د ټولنې استازو سره خبرو کې ویلي، د داخلي تولیداتو د ملاتړ لپاره په پام کې لري، چې افغانستان ته د بهرنیو توکو د قاچاق د مخنیوي خاطر په مختلفو ولایتونو کې پنځه مرکزونه جوړ کړي.
ښاغلي غني په دې برخه کې د سوداګرو او پانګوالو د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي« زما غوښتنه له تاسې څخه دا ده چې دولت خپل شریک وګڼۍ او زموږ کار باید هدفمند وي.»
د ارګ په اعلامیه کې د صنایعو د خونې د رئیس شیرباز کمینزاده له قوله ویل شوي چې سږ کال په هېواد کې د صنعت وده ۷ سلنه وه او د صادراتو کچه هم یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
د افغانستان ولسمشر غني، له صنعتکارو سره په لیدنه کې د ګمرکونو پر څارنې هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ځمکې د کرایې او اجارې نوې کړنلاره پهکې هم ځای شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل