کاپیسا کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو طراح وژل شوی دی

2 جوزا 1398 ساعت 14:07

کورنیو چارو وزارت کاپیسا ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان او ځانمرګو بریدونو د طراح د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت کاپیسا ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان او ځانمرګو بریدونو د طراح د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې افغان ګډو ځواکونو پرون چهارشنبې د غبرګولي اوله د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي.

نوموړي ویلي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یو مهم قوماندان او د ځانمرګو بریدونو طراح ملا عبدالبصیر له خپلو پنځو نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116686

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116686/

جمهور
  https://www.jomhornews.com