د ولسي جرګې موضوع شنبې ته پاتې شوه/ ځینې فرصت طلبه قومي او پولي مسایلو ته لمن وهي

2 جوزا 1398 ساعت 14:45

د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ راپورته شوی کړکېچ او ناندرۍ نن هم روانې وې او ځانګړې کمېټه او کمېسیون هم پر دې ونه توانېدل، چې دغه ستونزه حل کړي.


د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ راپورته شوی کړکېچ او ناندرۍ نن هم روانې وې او ځانګړې کمېټه او کمېسیون هم پر دې ونه توانېدل، چې دغه ستونزه حل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې د ټاکنیزې ستونزې د حل کمېسیون په وړاندیز ټاکل شوې وه، چې جرګه نن پنشنبې د غبرګولي ۲مه پر هغه رایه چې باطله اعلان شوې وه بیا رایه اچونه وکړي، خو دغه کمېسیون ونه توانېده.

 ټاکل شوې وه د جرګې د نن ورځې ریاست د غزنی استازي عبدالقیوم سجادي وکړي او هغه څو ځلې هڅه وکړه، چې پر باطله اعلان شوې رایه بیا رای اچونه وکړي، خو ځینو استازو ورته ان د خبرو اجازه ورنه کړه.

ښاغلي سجادي له غوندې وروسته خبریالانو ته وویل، ډېر د خواشنۍ ځای دی، چې په بحثونو کې پارلمانی رویه هېڅ شتون نه لري، دې سره چې د جرګې ریاست یې ماته سپارلی و خو چا د خبرو اجازه رانه کړه.

نوموړي زیاته کړه، چې ځینې فرصت طلبه کسان هڅه کوي، چې قومي او مالي مسایلو ته لمن ووهي تر څو روپګۍ تر لاسه کړي.

که څه هم سجادي د چا نوم وانخیست خو له هغې چې د جرګې د رییس د ټاکنې لپاره کار پیل شوی ورسره سم د بې درېغه پیسو د ښکته پورته کېدو خبرې هم کېږي.

ان د جرګې په لومړی ورځ  چې ټاکنې د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني تر منځ تر سره کېدې د میلیونو ډالرو تبادلې خبره کېده.

ځینو وکیلانو خو د جرګې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته په خبري رسنیو کې ویل، چې د رای اچونې په ورځ ان د ولسي جرګې په تشنابونو کې وکیلانو ته پیسې ورکول کېدې.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 116689

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116689/

جمهور
  https://www.jomhornews.com