د جمعې د لمانځ پر مهال چاودنې دیني عالم مولوي ریحان شهید کړ

4 جوزا 1398 ساعت 8:35

د کابل ښار په یوه جومات کې د جمع د لمانځ پر مهال چاودنې د پېژندل شوي، مشهور او زړور دیني عالم مولوي سمع الله ریحان په ګډون ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د کابل ښار په یوه جومات کې د جمع د لمانځ پر مهال چاودنې د پېژندل شوي، مشهور او زړور دیني عالم مولوي سمع الله ریحان په ګډون ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون جمعه د غبرګولي ۳ مه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په التقوا جامع جومات کې رامنځ ته شوه.

عیني شاهدان وايي، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې مولوي سمیع الله ریحان د جمع د لمانځ لپاره خطبه ویله او پر ممبر ولاړ و.

د دوی په وینا چاوېدونکي توکي په ممبر کې ځای پر ځای شوی و، چې د چاودنې له امله یې د مولوي ریحان په ګډون ګڼو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کورنیو چارو وزارت هم د چاودنې او په کې د ۱۸ تنو لمونځ کوونکو د مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، په چاودنه کې د مولوي ریحان په ګډون دوه تنه شهیدان شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

مولوي سمیع الله ریحان یو پېژندل شوی، مشهور او زړه ور دیني عالم وو چې پر تلوېزیون به یې د خلکو دیني پوښتنو ته ځوابونه ویل.

افغان ولسمشر غني پر مولوي ریحان او لمونځ کوونکو دغه برید په کلکو ټکو غندلی او د دغه پېښې په اړه یې د جدي پلټنو امر کړی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي«تروریستان د خپل اصلیت د پټولو، د خپلو جنایتونو د توجیه په موخه د دیني احکامو او الهي ارشاداتو د ناسم تعبیر او د علمای کرامو د حقانیت د رسا غږ د خاموشولو لپاره د مولوي ریحان پر څېر پر باجرئته، وطندوسته او د اسلامي او ملي ارزښتونو پر مبلغینو او علمای کرامو بریدونه کوي او هغوی پر شهادت رسوي.»

ارګ وايي، ورته بریدونه به د افغان دیني علماو رسا غږ خاموشه نه کړای شي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو دا لومړی ځل نه دی، چې مشهور دیني عالمان په نښه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم لسګونه ورته پېښې شوې دي.

تر دې مخکې د کابل د دیني علماء مشر مولوي عبدالبصیر حقاني هم په کابل ښار کې د ناڅرګندو کسانو په حمله کې وژل شوی و.

مولوي حقاني هم یو له هغه کسانو چې تل به یې بې ډاره او سپینې خبرې کولې او د افغانستان په مسله کې یې د ګاونډي هېواد استخباراتو پړه ګڼل.

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۷ کال په لړم میاشت کې هم د کابل په یو هوټل کې د میلادي نبي په مناسبت مراسمو کې چاودنې لسګونه دیني علماء ووژل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116716

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116716/

جمهور
  https://www.jomhornews.com