کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماته ورکړه

4 جوزا 1398 ساعت 8:46

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په درشل کې په یوه تمریناتي خو جوشه ډکه لوبه کې پاکستان ته په درې ویکټو ماته ورکړه.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په درشل کې په یوه تمریناتي خو جوشه ډکه لوبه کې پاکستان ته په درې ویکټو ماته ورکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام لپاره دغه تمریناتي لوبه پرون د انګلستان په برستول ښار کې وشوه.

د لوبې بچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د ۲۶۲ منډو په کولو سره ټوله لوبډله وسوځېده.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې محمد نبي درې، راشدخان دوه، دولت ځدراڼ دوه، حمید حسن او افتاب علم یو یو لوبغاړی له مخې لرې کړل.

د لوبې په دوهم پاڼې کې افغان توپ وهونکو شهزاد محمدي او حضرات الله ځاځي ښه پیل وکړ، خو تر لنډ ځند وروسته شهزاد د یوې کوچینۍ روغتیايي ستونزې له امله د میدانه ووت.

تر دې وورسته نورو افغان لوبغاړو هم په زړه پورې لوبه وکړه او په ۵۰ اور کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره او دغه لوبه یې په دریو ویکټو له پاکستانه وګټله.

دې سره چې دا سیالي د دوو ټیمونو په نړیواله درجه بندۍ او ریکارډ کې نه حسابېږي، خو د پاکستان لپاره په دې خاطر مهمه وه چې تر دې وړاندې یې پر انګلیستان ټولې سیالۍ وبایللې او نړیوال جام ته په خرابه روحیه روان دی.

خو له بلې خوا افغان لوبغاړو ته پیاوړې روحیه ورکوي ځکه چې د تېر نړیوال جام اتل یې په ګونډو کړی دی.

افغانستان تر دې وړاندې له سکاټلنډ او آیرلنډ څخه هم دوې مسابقې ګټلي او یوه یې د سیال په کور (شمالي آیرلنډ) کې بایللې ده.

باید و ویل شي، چې افغان ملي لوبډله د راتلونکو دوشنبې په ورځ د انګلستان سره هم یوه تمریناتي لوبه لري او تر هغې وروسته به نړیوال جام لوبې پیلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116717

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116717/

جمهور
  https://www.jomhornews.com