هغه کس چې ځان د مشرانو جرګې د رییس مشاور بولي نیول شوی دی

4 جوزا 1398 ساعت 9:12

کورنیو چارو وزارت وايي، داسې یو کس چې ځان د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار سلاکار بولي له ترهګرو سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، داسې یو کس چې ځان د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار سلاکار بولي له ترهګرو سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، نیول شوی کس حاجي دلاور نومېږي او تېره پنشنبې د غبرګولي ۳ مه له غیر قانوني وسلو، جعلي اسنادو او پلېټونو، ۷ سوه زره پاکستانیو کلدارو او د یو زرهي په ګډون دوو موټرو سره نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویاند نصرت رحیمي پرون جمعه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي هغه تروریستانو او تروریستي شبکو ته له پاکستان څخه چاودېدونکي توکي او نغدي پیسې راانتقالولې.

دغه راز رحیمي زیاته کړې، چې حاحي دلاورو له یوې سیمې څخه بلې ته انتحاریان انتقالول چې تېره ورځ د کابل ښار په ۱۲مه امنیتي حوزه کې ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت د نیول شوي شخص د پيژندګلوي او د ملي شورا په پارکېنګ کې د موټر درولو د ځانګړو کارټونو په خپرولو سره ویلي، چې نوموړی د مشرانو جرګې د رییس سلاکار دی.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي، له حاجي دلاور سره یې د پاکستان تابعیت کارټونه هم نیولي چې په دغو شناختي کارډونو کې د نوموړي نوم «جاوید خان» ذکر شوی دی.

نصرت رحیمي زیاته کړې«یو کال مخکې امنیتي ځواکونو د جلال اباد ښار په یو چک پانیټ کې د حاجي دلاور یو لنډکروزر موټر درولی و چې د یاد موټر تورې ښښې یې پاکولې په دا سبا پر هغه سرتېري چې چې د حاجي دلاور د موټر تورې ښښې پاکولې، چاودنه کېږي چې دغه سرتېری یې وواژه او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.»

نوموړي ټینګار کړی، چې د کورنیو چارو وزارت کره اطلاعات ښيي چې دغه چاودنه حاجي دلاور پلان کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116720

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116720/

جمهور
  https://www.jomhornews.com