۰

کابل کې د انسان تښتوونکو یوې ډلې مشر عنایت قیچي وژل شوی

شنبی ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۹
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې مشر عنایت قیچي له خپلو دریو ملګرو سره وژلی دی.
کابل کې د انسان تښتوونکو یوې ډلې مشر عنایت قیچي وژل شوی
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې مشر عنایت قیچي له خپلو دریو ملګرو سره وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، چې پولیسو د تېرې پنشنبې غبرګولي ۲ مه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې دغه انسان تښتوونکي وژلي دي.

سرچینه وایي، کله چې دغې ډلې د کابل ښار په اومه حوزه کې یو تور هیلکس ټویټا پک اپ موټر غلا کړ، پولیسو دا ډله تر تعقیب لاندې ونیوله، چې پغمان ولسوالۍ کې د پولیسو او دغې ډلې ترمنځ نښته وشوه او په پایله کې عنایت قچي او د هغه درې ملګري ووژل شو.

خبرپاڼه وایي، عنایت قچي په لوړه کچه د مجرمانو په هغه ۱۳ کسیز لیست کې شامل وو، چې څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت له خوا خپور شوی وو.

د کورنیو چارو وزارت  وايي، د دغې نښتې پرمهال یې د عنایت قچي، څلور ملګري هم نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې عنایت قچي او ډله یې په سازمان شوو وژنو، وسله والو غلاو او سړي تښوونې پیښو کې لاس درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي