۰

د هوايي ډزو ۴۳ مرتکبین د پولیسو له خوا نیول شوي دي

شنبی ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۰
کورنیو چارو وزارت وایي،۴۳ هغه کسان یې نیولي، چې د پاکستان پر وړاندې د افغان کرکټ اتلانو د بریا په خوشحالۍ کې یې هوایي دزې کولې.
د هوايي ډزو ۴۳ مرتکبین د پولیسو له خوا نیول شوي دي
کورنیو چارو وزارت وایي،۴۳ هغه کسان یې نیولي، چې د پاکستان پر وړاندې د افغان کرکټ اتلانو د بریا په خوشحالۍ کې یې هوایي دزې کولې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان کرکټ ملي لوبډلې پرون جمعه د غبرګولي ۳ مه د نړیوال جام په درشل کې له پاکستان سره یوه پنځو اوریزه لوبه درلوده، چې د شپې شاوخوا لس بجې په د افغان اتلانو په بریا پای ته ورسېده.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې له بریا سره سم د کابل ښار په ګڼو سیمو کې خلک له خوشحالیتو د باندې راووتل او ځینو ان د خوښي هوايي ډزې پیل کړې.

کورنیو چارو وزارت وايي، دغه هوايي ډزو د خلکو رواني امنیت تخریب او په ځينو سیمو کې ان د یو شمېر ښاریانو د ټپي کېدو لامل شوې دي.

کورنیو چارو وزارت په خبرپانه کې وايي، له همدې امله پولیسو د دغه کسانو د نیولو په هڅه کې شول، چې هوايي ډزې یې کولې او ۴۳ تنه ترې نیول شوي دي.

دغه وزارت یو ځل بیا له خلکو جدي هیله لري چې د دغه ناوړه او نامسئولانه عمل څخه په راتلونکي کې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي.

وزارت خبرداری ورکړیو چط د سرغړونکو سره به سخت برخورد وشي، وسلې به یې ضبط او دوی به د قانون منګولو ته وسپارل شي. پولیس مکلف دي چې له دغسې خلکو سره هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مراعت ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
.
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي