افغان ولسمشر په دوه جلا فرمانونو کې فهیم هاشمي د د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست او د همدې وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه ټاکلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر غني په حکم کې راغلي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ مې فقرې سره سم د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي محمد فهیم هاشي ټاکنه راته منظوره ده.
دغه راز د ولسمشر په یوه بل حکم کې ویل شوي، چې د اساسي قانون د همدې مادې د ۱۱ مې فقرې پر اساس د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه د محمد فهیم هاشمي نوماند کېدل راته منظور دي.
په دغه حکم کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته لارښوونه شوې، چې نوموړی نوماند د اساسي قانون د ۹۱ مادې د ۳ فقرې سره سم ولسي جرګې ته د باور رایې تر لاسه کولو لپاره ورمعرفي کړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې شهزاد ګل اریوبي د د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وزیر وو.
باید و ویل شي، چې محمد فهیم هاشمي یو سوداګر او د یک په نوم د خصوصي تلوېزیون څښتن دي، چې وړاندې له دې د المپیک کمېټې د رییس په توګه یې هم دنده تر سره کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل