فهیم هاشمي د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شو

4 جوزا 1398 ساعت 11:57

افغان ولسمشر په دوه جلا فرمانونو کې فهیم هاشمي د د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست او د همدې وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه ټاکلی دی.


افغان ولسمشر په دوه جلا فرمانونو کې فهیم هاشمي د د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست او د همدې وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر غني په حکم کې راغلي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ مې فقرې سره سم د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي محمد فهیم هاشي ټاکنه راته منظوره ده.

دغه راز د ولسمشر په یوه بل حکم کې ویل شوي، چې د اساسي قانون د همدې مادې د ۱۱ مې فقرې پر اساس د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه د محمد فهیم هاشمي نوماند کېدل راته منظور دي.

په دغه حکم کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته لارښوونه شوې، چې نوموړی نوماند د اساسي قانون د ۹۱ مادې د ۳ فقرې سره سم ولسي جرګې ته د باور رایې تر لاسه کولو لپاره ورمعرفي کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې شهزاد ګل اریوبي د د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وزیر وو.

باید و ویل شي، چې محمد فهیم هاشمي یو سوداګر او د یک په نوم د خصوصي تلوېزیون څښتن دي، چې وړاندې له دې د المپیک کمېټې د رییس په توګه یې هم دنده تر سره کړې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116734

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116734/

جمهور
  https://www.jomhornews.com