کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د ۱۱ داعش وسله والو د وژل کېدو او په لوګر کې د ماینونو مهماتو د نیولو کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د غبرګولي ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره ورځ د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې عملیات کړي.
سرچینه زیاتوی، چې په دې عملیاتو کې د یوه مهم قوماندان په ګډون پنځه داعش وسله وال وژل شوي او شپږ نور یې ټپیان شوي دي.
وزارت افغان ځواکونو ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا وزارت وایي د ځانګړو پولیسو د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ د سرخ آب په سیمه کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۱۲ کړۍ مایونونه کشف او شنډ کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې ځانګړو عملیاتو کې یو شمېر مهمات او د ماین جوړلو وسایل هم د پولیسو لاس ته ورغلي او دغه راز ۵۰۰ ډول ډول مرمۍ هم تر لاسه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل