۰

وروستیو سېلابونو ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۱
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، وروستیو څو ورځو کې ورښتونو او سېلابونو ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
وروستیو سېلابونو ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، وروستیو څو ورځو کې ورښتونو او سېلابونو ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د غوایي ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې خلکو ته دغه مالي زیان له تېرې غوايي میاشتې اوښتی دی.

سرچینه زیاتوی، چې د تېرې غوايي میاشتې له دوهمې راوروسته سېلابونو کې ۲۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دی.

دغه راز سرچینه وایي، په دې سېلابونو کې ۲۲۱ د هستوګنې کورنه هم زیان من او له منځه تللي دي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال په ژمې کې د بارانونو او سېلابونو له امله ګڼو کسانو ته ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي