وروستیو سېلابونو ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

4 جوزا 1398 ساعت 12:51

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، وروستیو څو ورځو کې ورښتونو او سېلابونو ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، وروستیو څو ورځو کې ورښتونو او سېلابونو ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د غوایي ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې خلکو ته دغه مالي زیان له تېرې غوايي میاشتې اوښتی دی.

سرچینه زیاتوی، چې د تېرې غوايي میاشتې له دوهمې راوروسته سېلابونو کې ۲۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دی.

دغه راز سرچینه وایي، په دې سېلابونو کې ۲۲۱ د هستوګنې کورنه هم زیان من او له منځه تللي دي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال په ژمې کې د بارانونو او سېلابونو له امله ګڼو کسانو ته ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 116739

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116739/

جمهور
  https://www.jomhornews.com