۰

خالد: د طالبانو الفتح عملیات له بشپړې ماتې سره مخ دي

شنبی ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۹
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، افغان ځواکونو طالب سخت ځپلي او د دوی الفتح عملیات یې له بشپړې ماتې سره مخ کړي دي.
خالد: د طالبانو الفتح عملیات له بشپړې ماتې سره مخ دي
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، افغان ځواکونو طالب سخت ځپلي او د دوی الفتح عملیات یې له بشپړې ماتې سره مخ کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد دغه څرګندونې نن شنبې د غبرګولي ۴ مه د افغان ځانګړو ځواکونو د قول اردو د نوي قوماندان د معریفۍ په مراسمو کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې د الفتح عملیات له پیل وروسته طالبانو تر دا مهاله یوه لوېشت پرمختګ هم نه دی کړی، بلکې د افغان ځواکونو له خوا سخت ځپل شوي او د الفتح عملیات یې له ماتې سره مخ دي.

د خالد په وینا که څه هم طالبانو وړاندې ځینې ښارونه او سیمې نیولې خو دا یې ځل دې، سره چې د ټولو بهرنیو ترهګرو او استخباراتي کړیو ملاتړ ورسره و یو لوېشت پرمختګ هم نه دی کړي.

د ملي دفاع سرپرست سرتېرو ته د ویل، چې د سرتېرو غوښتنو او ستونزو ته رسېده د رهبرۍ د لومړیتونو څخه دي او په خپل ټول توان به هڅه وکړي، چې د امنیتي ځواکونو ډولو ستوزنو او غوښتنو ته ځواب و وايي.

خالد پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې کورنیو چارو وزارت هم تازه ویلي، د تېرو ۲۰ ورځو په عملیاتو کې له ۱۱ سوه زیات وسله والو طالبانو ته د افغان ځواکونو په عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د قول اردو نوي قوماندان فرید احمدي و ویل، چې ځانګړي پوځي عملیات به زیات کړي او افغان ځانګړي ځواکونه به له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت غوره کړي.

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې خپل ځانونه دي بېځایه نه وژني بلکې افغان ځواکونو ته دي تسلیم شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي