۰

عبدالتواب بالاکرزی د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وټاکل شو

یکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۷
ولسمشر غني د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري له دې لرې او پر ځای یې عبدالتواب بالاکرزی د دغه وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.
عبدالتواب بالاکرزی د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وټاکل شو
ولسمشر غني د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري له دې لرې او پر ځای یې عبدالتواب بالاکرزی د دغه وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې اړه د ولسمشر غني په حکم کې راغلي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې د ۱۳ مه فقرې سره سم د دیپلوم انجینر عبدالتواب بالاکرزی د خپل علمي کادري حقوق سره د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه راته منظور دی.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني پرون هم د یوه حکم له مخې محمد فیهم هاشمي د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه ټاکلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي