عبدالتواب بالاکرزی د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وټاکل شو

5 جوزا 1398 ساعت 9:27

ولسمشر غني د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري له دې لرې او پر ځای یې عبدالتواب بالاکرزی د دغه وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.


ولسمشر غني د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري له دې لرې او پر ځای یې عبدالتواب بالاکرزی د دغه وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې اړه د ولسمشر غني په حکم کې راغلي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې د ۱۳ مه فقرې سره سم د دیپلوم انجینر عبدالتواب بالاکرزی د خپل علمي کادري حقوق سره د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه راته منظور دی.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني پرون هم د یوه حکم له مخې محمد فیهم هاشمي د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه ټاکلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116759

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116759/

جمهور
  https://www.jomhornews.com