کابل کې د یوې خونړۍ چاودنې مخه ونیول شوه

5 جوزا 1398 ساعت 10:12

کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې یوه ماین په کشف او شنډولو سره د یوې خونړي پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړ.


کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې یوه ماین په کشف او شنډولو سره د یوې خونړي پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پولیسو نن یکشنبې د غوایي ۵ مه سهار وختي د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې سرې میاشتې ته څېرمه سړک بادې یو خښ شوی ماین کشف کړ.

خبرپانه وایي، وسله والو ترهګرو دغه ماین د عامو خلکو د وژنې په موخه ځای پر ځای کړی وو چې د پولیسو تر کشف وروسته د ملي امنیت د انجینري ټیم له خوا شنډ کړای شو.

کورنیو چارو وزارت وايي، د دې ماین په کشف او شنډولو سره د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی وشو.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې ببه ورځ د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په التقوا جامع جومات کې ماین چاودنې د مشهور او پېژندل شوي دیني عالم مولوي سمیع الله ریحان په ډون پنځه تنه شهیدان او تر ۲۰ زیات یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116763

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116763/

جمهور
  https://www.jomhornews.com