۰
د ولسمشرۍ د ۱۲ نوماندانو شورا:

ولسمشر غنې دې ارګ کې د اخلافي فساد په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي

یکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۲
د ولسمشرۍ د ۱۲ نوماندانو ګډې شورا په ارګ کې د اخلافي فساد د ادعا په اړه ټینګار کړی، چې ولسمشر غنی باید په دې اړه ولس ته وضاحت ورکړي.
ولسمشر غنې دې ارګ کې د اخلافي فساد په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي
د ولسمشرۍ د ۱۲ نوماندانو ګډې شورا په ارګ کې د اخلافي فساد د ادعا په اړه ټینګار کړی، چې ولسمشر غنی باید په دې اړه ولس ته وضاحت ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې شورا نن یکشنبې د غبرګولي ۵ مه په همدې اړه یوه خبرپاڼه خبرکړې او ویلي یې دي، چې دا موضوع پلټونو او د ولسمشر ځواب ویلو ته اړتیا لري.

دوی په اعلامیه کې د جنرال حبیب الله احمدزي چې یو وخت د ولسمشر غنی ځانګړی سلاکار و، وروستي څرګندونې چې په ارګ کې یې د اخلاقي فساد په اړه کړې ستایلې او هغه یې یوه مېړانه بللې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د جنرال دغه زړورتیا ستایې خو په ارګ کې د اخلاقي فساد موضوع له خلکو سره اندېښنې راپورته کړې، چې باید په دې اړه پلټنې وشي.

دغه راز په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې ولسمشر او شریکان یې باید د مالي او اخلاقي فساد او دغه راز د ټاکنو د مهندسي کولو په اړه ولس ته ځواب و وايي.

دوی ویلي په ارک کې دغه موضوع پر ټاکنو او د هغو پر شفافیت او عدالت د نوماندانو اندېښنې لا زیاتې کړې او ولسمشر باید د دغه غیر قانوني او غیر شرعي کړنو په اړه چې په ارګ کې شوې ولسمشر ته معلومات ورکړي.

د نوماندانو شورا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جنرال احمدي له څرګندونو ښکاري، چې ارګ نه یوازې د انتخاباتي فاجعې بلکې د خلکو، د عزت، غیرت او حیثیت سره هم لوبې پیل کړې.

دوی ادعا کړې، چې د ولسمشر غني ټیم په پام کې لري، چې ټاکنې له پراخو درغلیو او دغه راز له مالي او اخلاقي فساد سره مل وي، خو په وینا یې باید پوه شي، چې د عدالت غوښتنې له یوې لویې څپې سره به مخامخ شي او اجازه به ورنکړي، چې نور قانون تر پښو لاندې او د شرع خلاف کارونو ته ادامه ورکړي.

د نوماندانو شورا ټینګار کړی، چې دوی به د افغانستان د خلکو د حقونو لپاره د ولسمشر غني د ټیم ټول غیر قانوني او غیر شرعي کړنو پر خلاف مبارزه وکړي، او پرې به نږدي، چې په ټاکنو کې یو ځل بیا درغلي او د ولس په برخلیک لوبې وشي.

باید و ویل شي، چې د ولسمشر پخواني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي له یوه خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې ارګ کې یوه کړی دی، چې د اخلاقي فساد ترویج ته یې متې بډوهلې دي.

هغه ادعا وکړه چې د همدې اخلاقي فساد په ترڅ کې پارلمان ته ځینې ښځینه وکیلان ان د ۵۰۰ او ۶۰۰ ریایو په اخستو سره هم بریالی شوې دي.

ارګ هم جنرال احمدزي څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي هغه کسان چې ادعاوې یې وړاندې کړې باید هغه له اسنادو سره یو ځای مسوولو ادارو سره شریک کړي، له دې پرته څنګه کېدی شي، چې حقایق تر لاسه شي.

مرتضوي ویلي ځینې تورنه باید جدي ونیول شوي، او هغه چا چې بې بنسټه تورونه پورې کړي او د ادارو او شخصیونو په اړه یې عامه افکار مغشوش کړي باید د قانون پر وړاندې ځواب و وايي.

نوموړي دا هم ویلي، چې په حکومت کې هم دا یو فرهنګ عادي شوی، چې تورنه یې جدي نه دي نیولي او ان له خپل ځانه یې دفاع نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي