د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ په کاروان وسله وال برید کړی

5 جوزا 1398 ساعت 12:33

د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم پر کاروان وسله وال برید کړی او د دغه غورڅنګ د مشرتابه د ځینو غړو په ګډون یې لسګونو کسانو ته زیان اړولی دی.


د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم پر کاروان وسله وال برید کړی او د دغه غورڅنګ د مشرتابه د ځینو غړو په ګډون یې لسګونو کسانو ته زیان اړولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لومړي راپورونه وایي، د پاکستاني پوځ په ډزو کې د غورځنګ د یوه مشر محسن داوړ په ګډون ۴۰ تنه ټپیان شوي او د علي وزیر په ګډون یو شمېر نور کسان د پوځیانو له خوا نیول شوي او وړل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ثنا اعجاز وايي، علي وزیر او محسن داوړ د شمالي وزیرستان په پرلت کې د ګډون په موخه هلته تللي و، چې هلته په غونډه پاکستاني پوځ برید کړی.

په برید کې محسن داوړ په ګډون ۴۰ تنه ژوبل دي او د علي وزیر او ډاکټر ګل عالم په ګډون یو شمېر نور نیول شوي دي.

نوموړې وايي، چې ملګري دې د PTM تر اعلان پورې چمتوالی پیل کړي، دا عمل په ټولو ولایتونو کې د احتجاجي غونډو په ترڅ کې باید په کلکه وغندل شي.

د پښتون غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د علي وزیر او محسن داوړ پر کاروان برید شوی، چې په کې محسن داوړ ټپي او علي وزیر نیول شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې پر دې سربېره له ۲۵ نور زیات ملګري ټپیان شوي هم دي او دا مهال ګرځبندیز لګول شوی دی.

منظور پښتین پر ټولو پښتونو غږ کړی او ویلي یې دي، چېرته چې پښتانه دي، ټول دې بنو او وزیرستان ته ځانونه ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 116772

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116772/

جمهور
  https://www.jomhornews.com