هلمند:د طالبانو سرې قطعې مشر او د مارجې ولسوال وژل شوي دي

5 جوزا 1398 ساعت 13:28

ملي امنیت ریاست هلمند ولایت کې د هدفي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د سرې قعطې مشر او د مارجې لپاره د دغه ډلې د ولسوال وژل شوي دي.


ملي امنیت ریاست هلمند ولایت کې د هدفي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د سرې قعطې مشر او د مارجې  لپاره د دغه ډلې د ولسوال وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه عملیات د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا د هلمند مارجې ولسوالۍ کې شوي دي.

د هلمند لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ملا عبدالحکیم او د مارجې ولسوالۍ لپاره ټاکل شوی ولسوال ملا انارګل نومېږي.

ملي امنیت وايي، ملا عبدالحکیم او ملا انار ګل سره یو ځای ۲۸ نور وسله وال طالبان هم وژل شوي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

سرچینه دغه راز زیاته کړې، چې په عملیاتو کې د طالبانو اته قرارګاوې په بشپړه توګه ویجاړې شوې او د ملي امنیت ځواکونو ته  ګڼ پوځي تجهزات په لاس ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116777

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116777/

جمهور
  https://www.jomhornews.com