چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو پلازمېنه کابل کې دیني عالم او حقوقپوه مولوي شبیر احمد کاموي په وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د غبرګولي ۵ مه رامنځ ته شوې او ارګ هم د یوې خبرپانې په خپرولو سره د مولوي کاموي وژل کېدو پخلی کړی دی.
په خبرپانه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي، چې د ارواښاد مولوي شبیراحمد کاموي د شهادت په مناسبت د هغه کورنۍ، دوستانو، همکارانو او ټولو وطنوالوته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب څرګندوم.
ولسمشر غني امنیتي ارګانونو ته په دې اړه د جدي څېړنو امر کړی دی.
باید و ویل شي، چې دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د نهمې امنیتی حوزې اړوند التقوا جومات کې د چاودنې پر مهال مشهور او پېژندل شوی دیني عالم مولوي سمیع الله ریحان هم وژل شوی و.
تر دې مخکې د کابل د علماء شورا مشر مولوي عبدالبصیر حقاني او یو شمېر نور دیني علماء هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ناڅرګندو کسانو په بریدونو کې وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل