د مهسا قاتلین په ۳۰ کاله تنفیذي بند محکوم شول

5 جوزا 1398 ساعت 14:58

کابل کې یوې ابتدایه محکمې د شپږ کلنې ماشومې مهسا د قتل په تور دوه تنه قاتلین په دېرش دېرش کاله بند محکوم کړل.


کابل کې یوې ابتدایه محکمې د شپږ کلنې ماشومې مهسا د قتل په تور دوه تنه قاتلین په دېرش دېرش کاله بند محکوم کړل.

د جمهور دغه علني محکمه نن یکشنبه د غبرکولې ۵مه د مهسا د کورنۍ په موجودیت کې تر سره او پرېکړه یې وکړه.

د محکمې قاضي عبدالوارث عرفانپور تورنو کسانو هر یوه سجاد آقا د سید آقا زوی او روح الله د نورالله زوی ته د وړې ماشومې مهسا د تښتولو او بیا وژلو په تړاو د حکمې حکم واوراوه او ویې ویل چې دوی هر یو په دېرش دېرش کاله تنفیذي حبس محکوم شول.

محکمې اعلان وکړ، چې تورن کسان کولای شي له پرېکړې وروسته د استیناف غوښتنه هم وکړي.

باید و ویل شي، چې مهسا شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د کابل ښار په خیر خانه مېنه سیمه کې له خپل کور سره وتښتول شوه، چې یوه ورځ وروسته یې مړی په یاده سیمه کې تر یوه پله لاندې وموندل شو.

شپږ کلنه مهسا په سرای شهزاده کې د یوه صراف لور وه او انسان تښتونکو یې له کورنۍ څخه د پیسو غوښتنه کړې وه.

له دغې پیښې وروسته جمهور رئیس غني په دې اړه خواشیني څرګنده کړې وه او اړوندو ارګانونو ته یې امر کړی و چې یاده قضیه په جدي توګه تعقیب کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116783

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116783/

جمهور
  https://www.jomhornews.com