۰

کابل کې د حج او اوقافو وزارت د کارکوونکو پر موټر چاودنه وشوه

دوشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۷
پلازمېنه کابل کې د حج او اوقافو وزارت د مامورینو پر موټر چاودنې شوې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۰ تنه په کې ټپیان شوي دي.
کابل کې د حج او اوقافو وزارت د کارکوونکو پر موټر چاودنه وشوه
پلازمېنه کابل کې د حج او اوقافو وزارت د مامورینو پر موټر چاودنې شوې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۰ تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د غبرګولي شپږمه د کابل ښار د دوهمې حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چاودنه د حج او اوقافو وزارت د کارکوونکو پر کاسټر ډوله موټر شوې ده.

وزارت پر خپله فسبوک پاڼه لیکي، چې تر اوسه پورې د لس تنو د ټپي کېدو معلومات ورکړل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې سیمې ته پولیس د پلټنو لپاره رسېدلي او نور جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي