۰

داوودزی او یاماموتو په افغان سوله کې د جرمني پر رول غږېدلي

دوشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۰
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره د سولې په پروسه کې د جرمني پر رول خبرې کړې دي.
داوودزی او یاماموتو په افغان سوله کې د جرمني پر رول غږېدلي
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره د سولې په پروسه کې د جرمني پر رول خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې عالي شورا په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي داوودزي او ښاغلي یاماموتو پرون یکشنبې د غبرګولي ۵ مه سره کتلي او پر افغان سوله او په هغې د جرمني پر رول یې خبرې کړې.

خبرپانه وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو په کتنه کې د سولې شورا د راتلونکو پروګرامونو ملاتړ څرګند کړ.

په اعلاميه کې د ښاغلي داودزي له قوله ویل شوي، جرمني يو وار بيا چمتووالى وښود چې د افغانستان د سولې په پروسه کې رول ولوبوي.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو راپورونه وایي، جرمني هڅې پیل کړې چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرو ته سره کېنوي.

د راپورونو پر اساس د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوز پوتسل یوازې تېره میاشت دوه ځلي په قطر کې له طالب چارواکو سره لیدلي او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

مارکوز پوتسل نه یوازې له طالبان استازو بلکې په کابل کې یې له افغان چارواکو سره هم لیدلي پر سولې او بیا پخلاینې خبرې کړي دي.

د نوموړي د لیدونو او خبرو ډېر جزیات نه دی راوتلي، خو پوتسل رویټرز اژانس ته  ویلي، چې په افغانستان کې د سولې پر لوري روان اوسنی فرصت باید ضایع نشي.

هغه زیاته کړې، که د افغانستان ملګري، چې جرمني هم په کې دی، په دغه برخه ګډه مرسته کولای شي، باید یې وکړو. خو په پای کې د طالبانو په ګډون خپله افغانان به د خپل هېواد پر اینده تصمیم نیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي